خانه / سیرت النبی / زموږ د محبوب ﷺ (۱۰۰) خویونه!

زموږ د محبوب ﷺ (۱۰۰) خویونه!

۱ – پر لار باندی یې په ارامی او عزت تګ کاوه
۲ – د تګ په وخت کی یې قدمونه پر مځکه نه کشول.
۳ -نظر یې کښته اچاوه او مځکی ته یې کتل .
۴ – ﻫﺮ څوک چه به یې لیده سلام به یې وراچاوه او چا دده تر مخه سلام ندى وراچولى.
۵ -کله چه به یې چاته لاس په لاس کی ورکړى ژر به یې د هغه لاس نه خوشی کاوه.
۶ -د خلګو سره یې داسی ژوند کاوه چه هرچا به فکر کاوه چه د هغه حضرت هغه نژدی کس دى .
۷ – ﻫیچاته به یې د سترګو تر بیخو نه کتل او مخامخ به یې ورته کتل.
۸ – هیچاته به یې برګ برګ نه کتل .
۹ -چه کله به یې اشاره کوله په لاس به یې اشاره کوله نه په وریځو او سترګو .
۱۰- اوږده مهال یې پټه خوله (ﺳﮑﻮت) درلود د اړتیا پرته یې خبره نه کوله.
۱۱- ﻫﺮکله چه به یې د چا سره خبری کولی د هغه خبرو ته یې ډیر غوږ نیوى
۱۲- د هر چا سره چه به یې خبری کولی په بشپړ ډول به یې سینه ورګرځوله او مخامخ به ورته کښینستى.
۱۳-د هر چا سره چه به کښینستى تر څو چه هغه به د ولاړیدو اراده نه وه کړی هغه ﺣﻀﺮﺕ نه ولاړیدى.
۱۴- د خداى ج د یادولو پرته نه په مجلس کی کښینستلى او نه ځینی ولاړ سوى دى .
۱۵- مجلس ته د داخلیدو په وخت کی د مجلس په ﺁﺧﺮ او دروازى ته نژدی کښینستى نه د مجلس په منځ کی .
۱۶- په ﻣﺠﻠﺲ کی به یې ځانته ځاى نه ځانګړى کاوه او منعه یې ځینى کوله .
۱۷- هیڅکله یې د خلګو په حضور کی ﺗﮑﻴﻪ نه کوله.
۱۸- ﺍﮐﺜﺮه ناستی یی مخ پر قبله وی.
۱۹- که به دده په مخکی دده ناخوښه کار پیښ سو ده به ﻧﺎﺩﻳﺪﻩ نیوى .
۲۰- که به د چا څخه ﺧﻄﺎ ﺻﺎﺩﺭه سوه هغه یې نه نقلوله .
۲۱- د چا څخه یې په خبرو کی غچ نه اخیستى .
۲۲- هیڅکله یې د چا سره جنګ او جګړی نه کولی .
۲۳- هیڅکله ېی د چا خبری نه پریکولی ﻣﮕﺮ که یې ﻟﻐﻮ اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حرف نه واى ویلی.
۲۴- د سوال ځواب یې څو ځله تکرار کوى ترڅو په جواب کی یې اوریدونکى شکمن نسی.
۲۵- کله چه به یې د چا څخه ﻧﺎﺻﻮﺍبی خبری اوریدی نه یې ورته ویل چه « ولی پلانی داسی ویل » ﺑﻠﮑﻪ فرمایل یی چه « په ﺑﻌﻀﻲ خلګو څه کیږی چه داسی وایی؟ »
۲۶- د غریبانو سره یې زیاته ناسته او ولاړه درلوده او ډوډۍ بٙه یې هم ورسره خوړله.
۲۷- د ﺑﻨﺪﮔﺎنو اﻭ ﻏﻼﻣﺎنو بلنه یې هم منله.
۲۸- ﻫﺪﻳﻪ یې ﻗﺒﻮلوله که څه هم به د شیدو یو جام وو.
۲۹- تر هر څه زیاته یې وصیله رحمی پر ځاى کوله .
۳۰-د خپلوانو سره یې نیکی کوله بیله دی چه پر نورو بهتری ورکړی .
۳۱- ښه کار ته یې ﺗﺤﺴﻴﻦ اﻭ ﺗﺸﻮﻳﻖ فرمایل او بد کار به یی غندى او نهی کاوه به یی.
۳۲- هغه څه چه د خلګو د ﺩﻳﻦ اﻭ ﺩﻧﻴﺎ د اصلاح موجب کیدل دوى ته به یې وفرمایل : کوم څه چه حاضران یې له ما اوری غایبانو ته یې هم وروسوئ.
۳۳- ﻫﺮچا چه به ﻋﺬﺭ راوړى دهغه عذر یې قبولاوه .
۳۴- هیڅوک یی سپک نه ګاڼه .
۳۵- هیڅکله یې چاته ښکنځل ندی کړی او چاته یې په بدو نومونو نه ویل .
۳۶- هیڅوک یې د خپلو ﺍﻃﺮﺍﻓﻴﺎنو اﻭپه ده پورې د تړلی کسان یې نفرتی نه کړل.
۳۷- هیڅکله یې د چا عیبونه نه پلټل .
۳۸- دخلګو د شر څخه یی پرهیز کاوه د دوى څخه نه ګوښه کیدى او د ټولو سره ﺧﻮﺷﺨﻮى وو .
۳۹- هیڅکله یې د خلګو بد نه ویل او د هغوى زیات صفت یې هم نه کاوه .
۴۰- د نورو پر ګستاخی یې ﺻﺒﺮ کاوه او د ﺑﺪۍ جزا یې په ﻧﻴﮑﻲ سره ورکوله .
۴۱- د ناروغانو ﻋﻴﺎﺩﺕ یې کاوه که څه هم به د مدینی شریفی په لیری نقطه کی وو.
۴۲- د خپلو ﺍﺻﺤﺎبانو خبر یې اخیستى او ددوى د حالاتو پوښتنه یې کوله.
۴۳- ﺍﺻﺤﺎبانو ته به یی په ښو نومونو ور ږغ کاوه.
۴۴-د ﺍﺻﺤﺎبانو سره به یې په ﮐﺎرونو کی ډیری مشوری کولی او پر هغه به یې ټینګار کاوه.
۴۵- ﺩ یارانو په منځ کی به کښینستى که به کومه ستونځه راتله چا نسواى کولاى چه ددوى په منځ کی پیغمبر وپیژنی .
۴۶- د خپلو ﻳﺎﺭﺍنو په منځ کی به یی ﺍﻧﺲ اﻭ ﺍﻟﻔﺖ راوستى.
۴۷- وعدی او تړون ته ﻭﻓﺎﺩﺍﺭﺗﺮﻳﻦ انسان وو.
۴۸- کله چه به یې ﻓﻘﻴﺮ ته کوم شی بخښی پخپل لاس یې ورکاوه او چاته یې نه حواله کاوه .
۴۹- که به پر لمانځه وو او دده مخی ته څوک راغلى واى لمونځ یې لنډ وایه
۵۰- که به پر لمانځه وو او ماشوم به ژړل لمونځ یی لنډ وایه .
۵۱- پر د هغه کسان زیات ګران وو چه خیر یې نورو ته زیات رسیدى
۵۲- هیڅوک دده د ﻣﺤﻀﺮ څخه ﻧﺎ ﺍﻣﻴﺪ نه وو او فرمایل به یی « د هغو کسانو حاجتونه راوروسئ څوک چه یی تر ما نسی رارسولاى . »
۵۳- ﻫﺮکله چه به چا دده څخه د حاجت خواست کاوه که سم وو روا یې باله او که نه وو په ښو خبرو یې راضی کاوه.
۵۴- د هیچا درخواست یې نه رداوه ﻣﮕﺮ که به په ﻣﻌﺼﻴﺖ کښی وو .
۵۵- دسپین ږیرو یی زیات عزت کاوه او پر کشرانو ډیر ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ وو .
۵۶- د ﻏﺮﻳﺒﺎنو یی زیات ﻣﺮﺍﻋﺎﺕ کاوه .
۵۷-د شرخوښو زړونه یې په ﻧﻴﮑﻲ باندی ترلاسه کول او ﻣﺠﺬﻭبول یی.
۵۸- په ښکاره به ﻣﺘﺒﺴﻢ (پر شونډو خندان) وو او په ﻋﻴﻦﺣﺎﻝ کی یې په زړه کی د الله ج څخه بیره ﺯﻳﺎته وه .
۵۹- کله چه به خوشحال وو سترګی یې یوه پر بله ایښودی او د خوشحالۍ ﺍﻇﻬﺎﺭ یی کاوه
۶۰- دده ﺍﮐﺜﺮه ﺧﻨﺪا د ﺗﺒﺴﻢ ﻭه خندا یې ږغ نه درلودی.
۶۱- کله کله به یې ﻣﺰﺍﺡ کوله اما د مزاح او خندا په ﺑﻬﺎﻧﻪ یی نامناسب اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حروف نه ویل.
۶۲-ﺑﺪ نوم ته یی ﺗﻐﻴﻴﺮ ورکاوه او د هغه پر ځاى یی ښه نوم کاراوه .
۶۳-ﺑﺮﺩﺑﺎﺭﻱ او سړه سینه یی هم مهاله پر خښم وړاندیوالى کاوه .
۶۴- د شتمنۍ د هلاکت پر وخت خښم نه ورتلى او نه هم ناارامه کیدى .
۶۵- د خداى ج لپاره دومره په قهر کیدى چه بل چا به نه پیژندى.
۶۶- هیڅکله یې د ځان غچ نه اخیستى ﻣﮕﺮ بغیر له هغو چه د ﺣﻖ حریم یې ماتوى.
۶۷- د محمد ص په وړاندی تر ټولو ﻣﻨﻔﻮﺭﺗﺮین خوى درواغ ویل وو.
۶۸- د خوشحالۍ او خفګان پر مهال یې د حق د یادولو پرته بل څه پر ژبه جاری نه وو .
۶۹- هیڅکله یې پیسی نه ذخیره کولی .
۷۰- په ﺧﻮﺭﺍﮎ اﻭ ﭘﻮښاﮎ کی تر خپلو خدمت ګارانو زیات شى نه درلودی .
۷۱-پر خاورو کښینستی او ډوډۍ یې هم ورباندی خوړله مګر پاکی یې تر هر څه خوښیده.
۷۲- پر مځکه بیدیدى .
۷۳- بوټونه او کالی یې خپله اغوستل .
۷۴- پخپلو لاسونو یی شیدی څښلى او د اوښ پښی یې پخپله تړلی.
۷۵- ﻫﺮ ﻣﺮکب چه به ورته ﻣﻬﻴﺎ وو ورباندی سپریدى او فرق نه ورکاوه.
۷۶-ﻫﺮځاى ته چه به تلى هغه خپله عبا (چپنی ته ورته جامه ده ) یی همواروله او ګټه یې ځینی اخستله .
۷۷- دده ﺣﻀﺮﺕ اکثره جامی سپینی وی.
۷۸- چه نوى جامه به جوړه کړه مخکنۍ یې ﻓﻘﻴﺮ ته بخښله.
۷۹- ﻓﺎﺧﺮﻱ ډوله جامه یی د جمعی د ورځی وه.
۸۰- د بوټونو او کالیو د داغوستلو پر مهال یې له ښی خوا پیل کاوه.
۸۱- ببر او خیرن ویښتان یې ﮐﺮﺍﻫﺖ ګڼل.
۸۲-ﻫﻤﻴﺸﻪ به ﺧﻮﺷﺒﻮ وو او زیات ﻣﺨﺎﺭﺝ یې د عطرونو پر رانیولو وو .
۸۳-ﻫﻤﻴﺸﻪ به یې اودس درلودى او د اوداسه پر مهال یی مسواک واهه .
۸۴- لمونځ لکه دده د سترګو نور وو ارامی او استراحت یې په لمانځه کی موندل .
۸۵- د هری میاشتی پر دیارلسم ، څوارلسم او پنځلسمه ورځ یې روژه نیوله .
۸۶- هیڅکله یې کوم نعمت پوری نه خندل .
۸۷- د الله تعالى لږ ﻧﻌﻤﺖ یې ډیر باله .
۸۸- هیڅکله یې غذا نه ﺗﻌﺮیفوله او نه یې بد پسی ویل .
۸۹-د ﻏﺬﺍ پر موقع چه به هر څه ﺣﺎﺿﺮ وو ﻣﻴﻞ یی ورته ښکاره کاوه .
۹۰- ﺩ سترخان پر سر یې له خپلی خوا غذا نورو ته وراړوله .
۹۱-د ﻏﺬﺍ پر مهال تر ټولو ژر ﺣﺎﺿﺮیدى او تر ټولو وروسته ځینی ولاړیدى.
۹۲- چه وږى به نه وو د ډوډۍ میل یې نه کاوه او تر مړیدو وړاندی یې د ډوډۍ څخه انصراف کاوه یعنى پر ماړه نس یې ډوډۍ نه خوړله .
۹۳- ﻣﻌﺪی یې هیڅکله دوی غذاوی هم مهاله جمع نکړی .
۹۴- په ﻏﺬﺍ کی یې هیڅکله ټیغ (آروغ) ندى ایستلى .
۹۵-تر خپله وسه یې یواځی ډوډۍ نه خوړله .
۹۶-تر ډوډۍ خوړولو وروسته یې لاسونه پریمینځل او پر خپل مخ یې کشول .
۹۷- د اوبو څښلو پر مهال یې دری ساه وی (اېندی) نیولی په اول کی یې ﺑﺴﻢ ﺍﻟﻠﻪ اﻭ په ﺁﺧﺮ کی یې ﺍﻟﺤﻤﺪﻟﻠﻪ ویله .
۹۸- تر هر ډول مستورو او حیاداره پیغلو ﺣﻴﺎناک وو.
۹۹- کله چه به کورته داخیلدى دری واره یې اجازه غوښته .
۱۰۰- د کور داخل وختونه یی پر دری برخو ویشلی وو : یوه برخه د الله ج دپاره ، بله برخه د کورنۍ او دریمه برخه یې د ځان او خلګو دپاره وه.

درباره ی amweb

همچنین ببینید

تهدید آخر!

اظهار عجز پیش ستم پیشه ابلهی است ، اشک کباب باعث طغیان آتش است! خلیل ...

علم وجهاد

تخلص وتصرف از کتاب دانش ودین داری از داکتر قرضاوی حفظ الله احمد ضیاء منیب ...

اهمیت تربیت کودک

نویسنده: محمد فرید فائز خداوند کائنات را در هفت طبقه خلق نمود و در آن ...

نیاز آدمیان به تربیت ایمانی

نگارنده: دکتر یوسف قرضاوی گزارنده: نعمت الله سبحانی از خلال تجارب زندگیم و سپری کردن ...

نظام غرب و تناقض در حقوق بشر

اسلام دینی است که از سوی الله متعال که به همه ی شئون و نیازهای ...

این قافله در حرکت است

نوشته:‌ نور احمد صمدی شاید زیاد شنیده باشیم که «الله متعال انسان های نیک را ...

نظرگاه خداوند در وجود آدمی

پیامبر (ص) در حدیثی که امام مسلم آن را روایت نموده است، فرمودند: «إِنَّ اللَّهَ ...

از زمانی که رب العالمین بنی آدم را آفرید، برای هدایت و رهنمائی شان، پیامبری ...

قصه های از لحظات اخیر زندگی

ترجمه: عبدالملک فاضلی بدون شک هر کدام ما یقین داریم که دنیا جای همیشگی نیست ...

چرا مشتاق اسلام شدم!

نوشته: ام راشد ترجمه و تصرف: احمد فرید فرزاد هروی اسلام دارای ویژه گی های ...

آیا موسیقی غذای روح است؟

نوشته: داکتر غلام رسول شفیق خاطره¬یی جالب در مورد اثرات موسیقی بالای روان انسان: همه¬ی ...

ارزیابی خودی

محاسبه یکی از وسایل مهم و اساسی تربیت اسلامی برای اصلاح، تهذیب، رشد و بالندگی ...

به سوی تغییر

حرکت به سوی تغییر از مقولاتی است که امروز بیشتر از همه زمانه ها پیرامون ...

دروغ آفت ایمانی

ایمان به مثابه درختی است که باید متوجه اش بود، تا از گزند آفاتی که ...

مقام معنوی انسان!

انسان، به دنیا می آید و سرمایه های مانند دست و پا و چشم و ...

آژیر خطر

نوشته: عبدالباری قانت در شماره¬ی ۱۰۰ معرفت پیش در آمدی در باره¬ی هویت اسلامی و ...

اسلام، فطرت سلیم بشریت

نویسنده: ام راشد اگر نگاهی به اوضاع و احوال جهان امروز بیاندازید، تمام قوای جهانی ...

جایگاه ذکاوت و تیز هوشی در دعوت

استاد نعمت الله سبحانی ذکاوت و تیز هوشی یکی از ویژه¬گی های فطری و مهم ...

تحلیل محتوایی بیداری اسلامی و مسئولیت ما !

خلیل احمد جامی فراخوان شکوهمندی را که به دستور الله جل جلاله، همه انبیاء علیهم ...

چطور با قرآن زندگی کنیم ؟

نویسنده داکتر محمود عبدالرحمن: تعامل گذشتگان صالح ما با قرآن به چه شکل بود؟ وآیا ...

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

https://archive.org/download/TalaAlbadr.11/11.talaAlbadr.mp3